فلم سره دې ته هم پام اوړي، چې افغان ښځې او نجونې وړتیاوې لري او د زدکړو حق باید ترې وانخیستل شي.
د یادونې ده، چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت له شپږم ټولګي پورته نجونو ته اجازه نه ورکوي، چې زدکړې وکړي.
مېرمن محبوب د افغان روباټ جوړونکو نجونو په هکله وویل، چې ځینې یې د امریکا په معتبرو پوهنتونونو کې زدکړې کوي او ځینې نورې غړې یې بیا د کډوالو او په افغانستان کې دننه د نجونو لپاره د زدکړو په ورکړه بوختې دي.
د دې فلم موسیقي جیک بیل چمتو کړې او تیم سندره یې مشهورې افغان سندرغاړې اریانا سعید بللې ده. په پام کې ده، چې دا فلم به راتلونکې میاشت د اروپا په سینماګانو کې هم نندارې ته وړاندې شي.
0 Comments