لي‌ګایون (مستعار نوم) یوه مور ده چې اوس پر کور ناسته ده، هر وخت ژاړي او اته کلن زوی یې دلاسه کوي.

دې شاوخوا یوه لسیزه د جنوبي کوریا په بوسان ښار کې د ښوونکې په توګه دنده تر سره کړې او خپل کار یې خوښېده.

خو د تېر کال مارچ کې یې خوشاله نړۍ هله پر بل مخ واوښته چې یوه شاګرد یو عکس ور وښود. په هغه عکس کې د دې مخ په یوه لوڅ بدن پورې نښلول شوی و او هغه زدکوونکي دا کار د 'ډيپ فېک' ټېکنالوژۍ په مټ کړی و.

ډيپ فېک یا 'ژوره جعلکاري' د مصنوعي ځيرکتیا په مټ په خورا دقت ترسره کېږي چې کله یې ځينې پر جعلکارۍ شکمنېږي او ښايي ریښتیا یې وګڼي.

دا عکس پر ټېليګرام خپور شوی و او هلته شاوخوا ۱۲۰۰ تنو د دې ښوونکې د نامه له هشټېګ سره خورا ناوړه خبرې لیکلې وې.‌ اغلې ګایون باوري ده چې ګڼو زدکوونکو يې دا عکس لیدلی دی.‌

دا وايي، "کله به یې چې سترګې راکې ونیولې نو ما به زړه کې ویل چې لکه عکس یې لیدلی او اوس سپيناوی رانه غواړي. هماغه وه چې نور مې نو د دوی سترګو ته د کتلو تاب نه درلود او نه مې هم درس ورښودلی شو."

اوس دا ښوونکې د ناروغۍ پر اووه میاشتنۍ رخصتۍ تللې ده او زیاتوي، "ما له تازه ځوانۍ راهیسې غوښتل ښوونکې شم او هغه هیله مې لا هم نه ده بدله شوې. خو اوس پر ژور خپګان او ذهني ګډوډۍ اخته شوې یم او د ورځې پنځه ګولۍ خورم. ځان بې وسه راته برېښي او ګمان کوم چې رغېدل به مې وخت ونیسي."

په یوه کال کې داسې ۲۴۹۲ پېښې

نژدې کال وړاندې د سویلي کوریا په جیونګي ولایت کې د منځني ښوونځي د انګریزي ژبې یوې بلې ښوونکې چې موږ یې په مستعار نامه (پارک سيهي) بولو، جعل شوی عکس پر ډسينسایډ وېبپاڼه باندې خپور شو.

د اغلې سیهي عکس په اصل کې له هغه مسېنجر یا پیغام رسوونکي اپ اخیستل شوی و چې دې په کې یوازې له خپلو شاګردانو سره د ښوونځي اړوند چارو همغږي کوله. په دغه عکس کې دوه بېزوګان پر یوه او بل سپاره وو خو د یوې شادي په سر پورې د استاد سیهي د مخ عکس نښلول شوی و او پر بل بیزو د یوه نااشنا سړي مخ. له عکس سره لیکل شوي وو چې، "پارک سيهي له خپل زوی سره پر معلوماتي ټېکنالوژۍ لګیا ده."

ډيپ فېک

ښوونکې سیهي وايي د عکس په لیدو یې زړه ټکان وخوړ او ساه یې بنده شوه. دا زیاتوي، "یوه موده به د نیمې شپې له خوبه راپاڅېدلم او له ډېره قهره به مې خپل بالښت ته سوکان ونیول. خپله غوسه مې هېڅ نه شوه کابو کولی. ځان ډېر بې وسه راته ښکارېده او دا خبره خو بیخي راته د زغملو نه وه چې دوی ان زما زوی هم په دې مسئله کې راګډ کړی و."

پارک سیهي همدا راز وايي، "زه له لومړي کاله د دغو زدکوونکو ښوونکې یم، درې کاله کېږي، پر دوی ډېر پام کوم، زه هم ورباندې ګرانه یم او زموږ اړیکه ډېره صمیمي وه. نو ځکه داسې یوه کار سخته حیرانه کړې یم."

دې استاذې خپلو زدکوونکو ته ویلي دي چې که د دغه کار ترسروونکی پر خپلې ګناه اعتراف وکړي نو دا به یې په اړه پولیسو ته شکایت ونه کړي خو تر اوسه هېڅ شاګرد هم نه دی ورمخکې شوی.

که څه هم دا پولیسو ته ورغلې خو وايي پولیسو ان خبرې هم ورسره ونه کړې او په دې دلیل یې دا قضیه تړلې چې ګواکې د نامعلوم تورن په اړه کوم ثبوت نه شته. وروسته دې هم په چا پسې له ګرځېدو لاس واخيست.

د جنوبي کوریا ښوونځي په دې وروستیو کې د لوڅو جعلي عکسونو جوړونې او خپراوي قضیو پر سر اخیستي دي. تېر سپتمبر کې بي‌بي‌سي رپوټ ورکړ چې له دې کبله له ۵۰۰ ډېر ښوونځي او پوهنتونونه اغېزمن شوي‌ دي.

د ۲۰۲۴ کال په اګست کې د (کې‌ټي‌یو) په نامه د کوریا ښوونکو او د ښوونيزو ادارو کارکوونکو یوې ټولنې یوه ټولپوښتنه وکړه چې کوم ښوونکی یا زدکوونکی خو به په ناقانونه ډول د جوړو شوو عکسونو په مټ ځورول شوی نه وي. دوی داسې ۲۴۹۲ پیښې وموندلې.

په دوی کې ان د وړکتونونو او ځينو هغو ښوونځيو واړه شاګردان هم شامل وو چې د ذهني ناروغیو له کبله په ځانګړو ښوونځيو کې پر زدکړو بوخت وو. په پلټنه کې جوته شوه چې له پوښتل شوو کسانو ۵۱۷ تنه له ورته قضیو اغېزمن شوي وو چې ۲۰۴ یې ښوونکي، ۳۰۴ یې زدکوونکي او پاتې نور د ښوونځيو کارکوونکي وو.

که څه هم له دوی یې ډېرو په دې اړه پولیسو ته شکایت نه و کړی خو دا پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.‌

 سي هم ویلي چې د دا ډول جنسي ځورونې پېښو په اړه يې د پلټنو لپاره ځانګړې ډلګۍ جوړې کړې دي.‌

امنیتي ادارو ویلي د داسې پېښو شمېر په منځنۍ کچه چې پخوا به د ورځې ۱۷ وې، اوس په میاشت کې دوو ته راټیټې شوې دي.

ښوونکې جي هي هم اوس هیلمنه ده چې بېرته به خپل هغه نورمال ژوند پیل کړی شي چې د عکس تر لیدو مخکې يې لاره.

دا وايي، د هغې ورځې په هیله ده چې "دا فکر یې له ذهنه ووځي او د پخوا غوندې یو ځل بیا خپل عادي ژوند پيل کړي."

دا له خپلو هغو شاګردانو منندویه ده چې د هغه تورن کس په موندلو کې یې له دې سره مرسته کړې وه.

ښوونکې لي بیا د هغې ورځې په تمه ده چې هغه زدکوونکی د بښنې غوښتلو لپاره ور وړاندې شي چې د ډيپ فېک په مرسته یې د هغې او د هغې د زوی عکس جوړ او خپور کړی و.

دا زیاتوي، "غواړم خلک وپوهېږي چې دا ټوکې نه دي. ډاډه یم چې تر دې هر څه وروسته به هغوی ځان ګرم وګڼي. ځکه، تا چې څه د ټوکې او ساعت تېرۍ لپاره کړي وو، هغې زه ډېره ځورولې یم. دې پېښې زما ژوند په بل مخ اړولی دی."