- جسیکا براوون
- تازه ۳ ساعتونه وړاندې
هر ځل چې د اوبو له بوتله یو غوړپ کوئ، بدن ته مو ورسره میکروبونه ننوځي او د ورځې په اوږدو کې دا شمېر ښايي تر میلیونونو پورې زیات شي.
دلته لولو چې ساینسپوهان په دې هکله څه ډول سپارښتنې کوي.
کارل بهینکي سره تل داسې یو فکر مل و، چې د اوبو بیا کارېدونکی بوتل یې څومره پاک دی، خو کله چې یو څه کاغذي لاسپاکونه (تولیې) پکې له دننه وموښل، نو حیران پاتې شو. د امریکا د انډیانا په پردو پوهنتون کې د خوړو د خوندیتوب متخصص، بهنکي وايي: "تولیې سپینې وې - تر هغه چې ما یې راوایستلې. پوه شوم چې هغه ښویوالی چې ما د بوتل په دننه کې احساس کړ، د موادو له امله نه وه، بلکې د باکتریا د راټولیدو له امله وه."
ده او همکارانو یې له هغه وروسته په دې هکله د یوې څېړنې پرېکړه وکړه. دوی به د پوهنتون په دهلېزونو کې روان کسان درول او اجازه به یې ترې غوښته چې د اوبو بوتل پاکوالي کچه یې معلومه کړي.
دی وايي: ''یو څه چې له دې څېړنې معلوم شو، د هغو خلکو شمېر و، چې نه یې غوښتل پایله وویني. اصلاً دوی پوهېدل چې د نظافت عادتونه یې بې حده خراب دي، او دا داسې څه دی، چې وروسته څېړنې هم معلومه کړه.''
د څېړنې پایله کې معلومه شوه، چې د دې خلکو د اوبو بوتلونه له میکروبونو ډک وو.
په ټوله نړۍ کې د اوبو هغو بوتلونو بازار ارزښت چې بیا-بیا کارول کېږي، په ۲۰۲۴ کال کې لس میلیاردو ډالرو ته رسېده.
په ایټالیا کې د روغتیاپالانو په هکله یوې څېړنې وښووله چې نیمايي یې همدغه ډول بوتلونه کارول او د پوهنتون محصلینو په هکله یوې ښوونې بیا څرګنده کړه، چې له ۵۰ نیولې تر ۸۱ سلنې پورې محصلینو د اوبو څښاک لپاره همدا بوتلونه کارول.
نو په داسې حال کې چې دا بوتلونه مو د بدن اوبو اړتیا پوره کوي، او له ځان سره هر ځای ته لېږدوو، دا بوتلونه مو روغتیا له احتمالي خطر سره هم مخامخوي، دې صورت کې باید څه وکړو، ایا مات یې کړو؟ او که د دې احتمالي خطرونو د مدیریت کومه بله لار هم شته؟
د اوبو په دې بیا کارېدونکیو بوتلونو کې دننه څه دي؟
د انګلستان د لیسټر پوهنتون کې د کلینیکي مایکروبیولوژي مرستیاله پروفیسره پریمروز فریسټون وايي، که څه هم دا معمولا د څښلو لپاره خوندي وي، خو زموږ د پخلنځيو د نلونو اوبه د میکروبونو له شتونه خالي نه دي. له همدې امله د څو ورځو لپاره په بوتل کې اوبه پریښودل به باکتریا ته وده ورکوي،
هغه باکتریا چې کولی شي د انسانانو بدن کې انفکشن رامینځته کړي د فریسټون په وینا شاوخوا ۳۷ درجې تودوخه کې وده کوي، خو کولی شي د خونې په ۲۰ درجې تودوخه کې هم ضرب شي.
دا وايي، ''هر څومره ډېر وخت چې اوبه د خونې په تودوخه کې هم په بوتل کې ساتل کېږي، میکروبونه پکې ډېرېږي.''
په سینګاپور کې د نل جوش شویو اوبو په هکله یوه څېړنه چې ټول میکروبونه یې وژل شوي، ښيي چې د ورځې په تېرېدو سره په اوبو کې میکروبونه په چټکۍ سره بېرته ډېرېدای شي.
دې څېړنې کې معلومه شوه، چې د لویانو د اوبو څښاک بوتلونو کې په اوسط ډول د یوه ملي لیټر اوبو د ۷۵ زره میکروبونو شمېر په ۲۴ ساعتونو کې له یوه تر دوو میلیونو میکروبونو پورې ورسېد.
د اوبو یو بوتل او ورپورې غوټه شوی سر 💊

0 Comments