د پا
پ فرانسیس تابوت له واتیکان نه د روم مرکز ته په لېږدولو د جنازې عمومي مراسم پای ته ورسېدل او واتیکان تایید کړه چې پاپ فرانسیس د سانتا ماریا ماجوره کلیسا کې خښ شو. د ایټالیا چارواکو ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو د پاپ په جنازه کې ګډون کړی و. دې مراسمو ته د نړۍ ۵۰ مشران او لس ولسمشران هم ورغلي وو.
لنډیز
- پاپ فرانسیس چې چې کابو یوه اونۍ مخکې مړ شوی و، له واتیکان بهر خاورو ته وسپارل شو
- د نړۍ ۵۰ مشرانو او لسو پاچاهانو سربېره د پاپ جنازه کې ګډون وکړ
- د امریکا ولسمشر ټرمپ د پاپ تابوت ته درناوی وړاندې کړ
- واتیکان: د پاپ د جنازې مراسمو ته له ۴۰۰ زرو ډېر کسان راغلي
- د الومړی ځل دی چې تېرو ۱۰۰ کلونو کې له واتیکان بهر پاپ خاورو ته سپارل کېږي
ژوندی پوښښ
- وروستیپاپ فرانسیس خاورو ته وسپارل شو- د پاپ فرانسیس تابوت له واتیکان نه د روم مرکز ته په لېږدولو د جنازې عمومي مراسم پای ته ورسېدل او واتیکان تایید کړه چې پاپ فرانسیس د سانتا ماریا ماجوره کلیسا کې خښ شو. د ایټالیا چارواکو ویلي چې شاوخوا ۴۰۰ زره کسانو د پاپ په جنازه کې ګډون کړی و. دې مراسمو ته د نړۍ ۵۰ مشران او لس ولسمشران هم ورغلي وو.  
- وروستیتېرو ۱۰۰ کلونو کې لومړی ځل له واتیکان بهر خاورو ته د پاپ سپارل- پاپ فرانسیس وصیت کړی و چې له واتیکان بهر به روم ښار کې د سانتا ماریا ماجوره کلیسا کې خاورو ته سپارل کېږي. - وروستی پاپ چې له واتیکان نه بهر خاورو ته وسپارل شو، لون دیارلسم و چې په ۱۹۰۳ کال کې مړ شو. - پاپ فرانسیس هر ځل چې له یوه بهرني سفر نه وروسته روم ته راستنېده، ارومرو به سانتا ماریا ماجوره کلیسا ته ورتله. - پاپ فرانسیس ته له مریم مقدس سره ځانګړې مینه درلوده او د سانتا ماریا ماجوره کلیسا لومړنۍ کلیسا وه چې د څلورمې میلادي پیړۍ په لومړیو کې د هغې په نوم ثبت شوه. له دې امله، پاپ فرانسیس د دې کلیسا په قلمرو کې خاورو ته سپارل، چې له سمبولیک اړخه ځانګړې او ژور معنی لري. 


0 Comments