د دوحې قرارداد لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي ډاکتر زلمي خليلزاد پخپل ايکس ليکلي، مؤثق معلومات لري چې د داعش په څېر خطرناکې ترهګرې ډلې په پاکستان کې فعاله دي. 


نوموړي له اسلام اباد څخه غوښتي، چې پخپله خاوره کې د دغې ډلې د پټنځايونو موضوع ته رسیدګي وکړي: «داعش ډله يوازې پاکستان ته نه، بلکې سيمې او نړۍ ته خطر دی. نن به ټول پوه شوي وي، چې د يو تاکتيک په توګه له ترهګرۍ سره لوبې کول فاجعه زېږونکی عمل دی او بالاخره به په شدت بېرته د همدوی پر ضد وکارول شي.»


نوموړي زياته کړې، د تېرې مارچ مياشتې په منځ کې د بلوڅ وسله والو لخوا د بلوچستان په مستونګ کې د داعش ډلې پر يوه کمپ بريد کې ۳۰ داعشيان ووژل شول، چې ازبک، ترکي، هندي او تاجکستاني ترهګر پکې شامل وو. 


ښاغلي خليلزاد وړاندې ليکلي، که دا راپورونه صحيح وي، نور بايد پاکستان کې د ترهګرو ډلو موجوديت د پاکستاني نظاميانو او استخباراتو لپاره يوه ناپېژانده موضوع نه وي. 


نوموړي دغه وضاحت د پاکستان د دفاع وزير د هغو څرګندونو په مقابل کې ليکلی، چې نوموړي ويلي؛ د امريکا په اشاره او همکارۍ يې په تېرو دريو لسيزو کې ترهګرو ډلو ته ځای ورکړ، خو اوس پرې پښېمانه دي.