دې لپاره چې پوه شو، ولې د سفر پر مهال د زړه بدوالي
ناروغي رامنځ ته کېږي، ښه ده چې پر دې وپوهېږو زموږ ماغزه له بدنه تر لاسه شوي حسي سیګنالونه څنګه پروسس کوي.
دماغ د بدن د حرکتونو او موقعیتونو په اړه په عضلاتو کې د داخلي خوځښتونو، ساه اېستلو یا تنفس او مفصلونو کې دوامداره حسي سیګنالونه ترلاسه کوي. داخلي سینګنالونه د توازن مرکز او د شبکې برخه ده چې د ویستیبولر سیسټم په نوم یادېږي.
په دې سیسټم کې درې جوړې نیمه حلقوي کانالونه او دوه کڅوړې شاملې دي چې ساکول او یوټریکل نومېږي. دوی دماغ ته د بدن د حرکت او موقعیت په اړه معلومات لېږي.
نیمه دایروي کانالونه یوه مایع یا اوبلن مواد لري چې د سر په حرکت سره خوځېږي. دغه مایع د سر حرکت، لکه پورته یا ښکته، ښي یا کیڼ لور ته خوځېدل تشخیصوي خو که ستاسو سترګې یو شی وویني، ستاسو عضلات بل احساس کوي، او ستاسو داخلي سیګنالونه بل څه احساس کړي، دماغ ګډ وډ پیغامونه ترلاسه کوي. همدا حسي ګډوډي د زړه بدوالي ناروغۍ لامل کېږي.
د بېلګې په توګه، داسې وګڼئ ، تاسو په موټر کې سپاره یاست: شیان ستاسو د لید کرښې ته راځي او بیا له لیده تېرېږي، دا لامل کېږي چې سترګې مو ستاسو دماغ ته پیغام واستوي چې تاسو د حرکت په حال کې یاست، خو ستاسو داخلي عصبي ریښې، او ستاسو په عضلاتو او بندونو کې د اعصاب ریښې، احساس کوي چې تاسو لاهم ناست یاست او ګډوډي له همدې ځایه پیلېږي.
خو په الوتکه یا کښتۍ کې، حالت برعکس وي، ستاسو داخلي سیګنالونه او عضلات ښيي چې تاسې د حرکت په حال کې یاست، خو بهر ښکاري چې تاسو ثابت یاست او حرکت نه معلومېږي، په داسې حالت کې یو حس حرکت درک کوي او بل یې نه چې په پایله کې د زړه بدوالي، سر درد او عمومي نا ارامي او بې نظمۍ لامل کېږي.
د زړه بدوالي ناروغۍ نښې څه دي؟
د زړه بدوالي ناروغي بېلابېلې نښې له ځان سره لري. دغه ناروغي معمولا ورو پیلېږي او که هغه حرکت چې د دې ناروغۍ لامل کېږي که مخه یې ونه نیول شي حالت لا پسې خرابیږي. نښې یې دا دي:
- سرخوږی، د سر د ګنګس والي احساس، بې توازني یا سر ګرځېدل
- د ناروغۍ احساس
- کانګې کول
- سر درد
- د پوستکي سره کېدل
- خوله کول
- د ستړیا احساس
په ټولیز ډول، د نښو ورکېدل شل دقیقې وخت نیسي، یا هم دا چې پښې مو بېرته ځمکې ته ورسېږي خو سختې نښې ښايي تر ۲۴ ساعتونو دوام وکړي.
0 Comments