دا آغلې چې د کابل پوهنتون د ارواپوهنې فارغه ده او ډېر وخت مخکې یې له هېواده بهر د افغانستان د تعلیمي نظام په اړه د "کاپي او پېسټ" تر عنوان لاندې سیمینار وړاندې کړی، داسې وایي:

په وطن کې مو د فکر سترګې پټې شوې دي. نه لیکنه خپل رنګ لري، نه وینا خپل رنګ او نه اکټینګ خپل احساس. هر څه د بل له خولې را اخیستل کېږي، لکه روح چې بل جسد ته واچول شي.

ویل یې زه پوهنتون کې وم، استاذ مو چې کوم کتاب تدریسوو نو هغه کتاب زما د زېږېدو نه ۲۵ کاله وړاندې په انګلیسي ژبه لیکل شوی و نو ما ورته وویل استاذ ګله: دا خو د فلاني لیکوال خبرې دي! په قهر شو او وې ویل: له ټولګي ووځه نو لاړم. خو وروسته به چې چوپ ناسته وم راته ویل به یې،ماشاءالله ته څومره تکړه شوې یې.


دلته درسونه له خاموشۍ پیلېږي، له بې‌پامۍ تېرېږي، او له پوښتنې سره چوپېږي. استاذ نیم ساعت وایي چې غوږ ونیسئ خو شاګردان خبرې کوي، او کله چې استاذ تختې ته مخ واړوي ترڅو یو څه ولیکي نو د هغې تر شا ناست شاګردان یو له بل سره خبرې او خنداګانې شروع کړي بیا چې استاذ د درس اړوند پوښتنه وکړي، ټول چپ ناست وي.

زموږ تعلیمي نظام ته داسې زوال راغلی چې کتابونه زاړه دي، تدریس نقل دی او ذهنونه بند دي.


رښتیا دي یا نه ?