د هند په زاړه ډيلي کې چې لمر پرېوځي نو ګڼهګوڼه پکې زیاته شي. خلک له کارونو خپلو کورونو ته روان وي او د رېکشو ټراري ښار پر سر اخیستی وي. خو د دې شور او ځوږ په منځ کې د دغه ښار په تنګو کوڅو کې د کورونو پر بامونو یو غلی او له پېړیو راهیسې روان دود لا هم ژوندی دی. کوتربازي.
لا هم د زاړه ډيلي د ګڼو کورونو پر بامونو کوترې الوځول کېږي او شپېلک اورېدل کېږي. کوترې د شپېلکو په غبرګون کې الوځي رالوځي او پر اسمان یوه جادوګره فضا حاکمه وي. دا هند ته د مغلو له وخته ورپاتې شوق دی. که څه هم کوتربازي د سړیو ساعتېری ګڼل کېږي خو په ډيلي کې یوه کوتربازه ښځه ډېره مشهوره ده. خلک یې درناوی کوي، ستايي یې او د ډيلي په اسمان کې اوس د دې کوترې ځانګړی ځای لري.
0 Comments