د ټیټانیک یوه مساپر لخوا د دې کښتۍ له ډوبېدو څو ورځې مخکې لیکل شوی لیک بریتانیا کې په ۴۰۰ زره ډالرو پلورل کېدو سره نوی ریکارډ جوړ کړ. د ډګروال ارچیبولډ ګریسي لیک د یکشنبې پر ورځ په ویلت‌شایر کې د 'هینري الډرېج اېنډ سن' لیلام یا بولۍ مرکز کې د یوه ناپېژانده پېرودونکي لخوا وپلورل شو.


اټکل دا کېده چې دغه لیک به ښايي تر ۶۰ زره پونډو وپلورل شي، خو تر دې پنځه برابره ډېرې پیسې یې جوړې کړې. دا لیک "وړاند ویونکی" بلل شوی، ځکه په هغه کې راغلي چې ډګروال ګریسي خپل یوه اشنا ته ویلي و، دی به تر هغې وروسته د دې "بېړنۍ د ښه‌والي" قضاوت وکړي چې سفر یې پای ته ورسېږي.


پر دغه لیک د ۱۹۱۲ کال د اپریل ۱۰مه نېټه لیکل شوې وه، هغه ورځ چې نوموړی په ساوت‌امپټن کې ټیټانیک کې سپور شو. دا بېړۍ پنځه ورځې وروسته په شمالي اتلانتیک سمندر کې د کنګل له یوې ټوټې سره تر ټکر کېدو وروسته ډوبه شوه. ډګروال ګریسي د ټيټانیک د هغو شاوخوا ۲۲۰۰ مساپرو او عملې له ډلې و چې نیویارک ته روان وو. دې پېښه کې له ۱۵۰۰ ډېر کسان مړه شول.